قرغزستان د افغاني‌الاصله قرغزیانو د ورتسلیمۍ لپاره د تاجکستان همکاري وغوښته

ارشیف، د بدخشان په پامیر کې یوه افغاني‌الاصله قرغز کورنۍ

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د افغاني‌الاصله قرغز وګړو د تسلیمۍ لپاره له تاجکستان څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ویل شوي، د افغانستان په شمال کې د جګړې له شدت سره په سلګونه قرغزان له افغانستانه تاجکستان ته تښتېدلي دي.

د قرغزستان د بهرنیو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دوی له ملګرو ملتونو هم غوښتنه کړې، د هغو قرغزانو په ستنولو کې همکاري وکړي چې تېره سې شنبه او چهارشنبه له افغانستانه تاجکستان ته اوښتي دي.

اټکل کېږي چې په افغانستان کې به په خټه د قرغز وګړو شمېر تر ۱،۰۰۰ زیات وي.

د وزارت په حواله ۹۱ قرغز نارینه، ۷۷ ښځې او ۱۷۷ ماشومان‌یې د بدخشان ولایت له واخان څخه تاجکستان ته اوښتي دي چې قرغزستان ته د ستنېدو لپاره مرستې ته اړ دي.

وزارت ویلي، له افغانستانه د وتلو پر مهال دوه قرغز ماشومان په نامعلومو دلایلو مړه شوي دي.