د بادغیس والي: قلعه‌نو ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ اوربند وشو

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس په قلعه‌نو ښار کې له یو شمېر افغان ځواکونو سره

د بادغیس والي په قلعه‌نو ښار کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له اوربند خبر ورکوي.

حسام‌الدین شمس ازادي راډیو ته وویل: "له نن لسو بجو په قلعه‌نو ښار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ اوربند پیل شوی. هیله‌من یو لکه څنګه چې افغان ځواکونه دې اوربند ته ژمن دي طالبان هم په خپلو ژمنو ودرېږي."

د بادغیس والي وايي، دا اوربند د قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړیتوب ټینګ شوی.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل د کوم اوربند نوم نه‌شي یادولی، خو یوازې د دې لپاره چې جګړه د ښار له‌منځه ووځي خپل ځواکونه‌یې شا ته ایستلي.

په قلعه‌نو باندې په وروستیو لسو ورځو کې د طالبانو د لږترلږه پنځو لویو بریدونو راپور ورکړل شوی و.

هر وار په بریدونو کې دواړه خواو یو بل ته د درنو مرګ‌ژوبلو ادعا کړې.

د عامې روغتیا چارواکو بیا ویلي چې د ملکیانو لسګونه جسدونه او ټپیان هم له روانو جګړو د قلعه‌نو روغتون ته ورانتقال شوي دي.