صالح: طالبانو ته ځینې تسلیم شوي افغان پوځیان نیول شوي

د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، یو شمېر افغان پوځیان چې طالبانو ته تسلیم شوي و او غوښتل یې پاکستان ته واوړي نیول شوي دي.

امرالله صالح دا خبره نن په خپل فېس‌بوک او ټویټرپاڼو لیکلې ده.

هغه زیاته کړې، دغو افغان پوځیانو ته طالبانو خطونه/پارچې ورکړې وې چې وکولای شي پاکستان ته ولاړ شي.

صالح دا ادعا هم کړې چې د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو له سرحدونو نیولي د ښارونو تر منځه چمتووالی نیولی چې د طالبانو دغه خطونه د رسمي پاسپورټونو په توګه ومني او ټاپې پرې ووهي. ( پاکستان ته د ننوتلو په هدف)

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال د دې څرګندونو په تړاو نور جزییات نه دي رسنیز شوي او نه خپلواکو سرچینو د دې ادعا په تړاو کومه تبصره کړې ده.

تر دې مخکې بیا افغان حکومت ویلي و سلګونه هغه پوځیان چې د جګړو له زیاتېدو وروسته ګاونډيو هېوادونو ته تللي وو، بېرته را انتقال او د پوځ په لیکو کې بیا ځای پر ځای شوی.