جرمني کې سختو سېلابونو ۴۲ تنه وژلي او لسګونه نور تري تم دي

جرمني کې سېلابونه

راپورونه وايي چې په لوېدیځ جرمني کې سختو بارانونو ګڼې ودانۍ زیانمنې کړي، لویې لارې یې تړلي او تېره شپه له ځینو سیمو ګڼ خلک بې‌ځایه شوي. دا سېلابونه تېره شپه راغلي چې بشري مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

سېلابونو له کبله مړینې د جرمني بُن ښار جنوب کې د راینلنډ- پلاټینیټ ایالت په ارویلر سیمه کې رامنځ ته شوې دي.

پولیسو ویلي دي، د ارویلر سیمې سخولډ ښارګوټي کې یو ګڼ شمېر نور کورونه وروستیو سېلابونو داسې زیانمن کړي چې د نړیدو خطر یې شته.

د تېرې شپې سېلابونو د جرمني شمالي ایالت راین ویسټ فالیه هم بد ځپلی دی.

د جرمني پولیسو نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) وویل، سېلابونو تر اوسه ۴۲ کسان مړه کړي او لسګونه نور کسان تري تم شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د جرمني د پولیسو د یو ویاند له خولې ویلي، ډېرو ځایونو ته یې اور وژونکې ډلې او د ژغورنې کار کوونکې استولي دي او دوی تر اوسه د سېلابونو له کبله د اوښتي زیان بشپړ تصویر ځکه نه لري چې د ژغورنې چارې روانې دي.

جرمني کې سیلابونو یو زیانمن کړی کور

لږ تر لږه د اور وژنې د ډلې دوه ژغورنکي د بُن په شمال ختیځ کې د ساویرلنډ سیمه کې مړه شوي.د جرمني خبري اژانس په وینا یو په سېلاب کې ډوب شوی او بل د ژغورنې د عملیاتو پر مهال راپریوتی دی.

ویل کېږي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د موټرو لویې لارې او د اورګاډي پټلۍ هم تړل شوي دي او په ځینو سیمو کې برښنا هم پرچاو شوې ده.

بل خوا د جرمني د هوا د حالاتو ادارې د جرمني په جنوب لویدیځ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د نورو درنو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

جرمني او ګاونډیو هېوادونو کې یې په وروستیو ورځو کې درانه ورښتونه شوي چې په ځینو سیمو کې یې پراخ زیانونه اړولي دي.