له کابل ښار لسګونه معتادین د درملنې مرکزونو ته یووړل شول

ارشیف، کابل کې د معتادینو ټولول او د درملنې مرکزونو ته لېږدول

له کابل ښار څخه لسګونه معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته يووړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د جوزا میاشتې پر ۲۲مه نېټه د کابل ښار له لومړۍ، دوهمې، اوومې، اتمې او ۱۲مې ناحیو څخه ۱۵۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته يووړل.

د معتادینو د درملنې زر بستریز روغتون ساحوي امر جمال عبدالناصر ناصري ازادي راډیو ته وویل، دا معتادین به د درملنې په مرکز کې د ۴۵ ورځو لپاره بستري وي.