د 'جګړې په ډېرېدو او د طالبانو د ساحې له پراخېدو' سره به د کوکنارو کښت هم ډېر شي

ارشیف، د افغانستان کندهار ولایت کې د کوکنارو کروندې

د افغانستان په ځينو ولايتونو کې نېښ وهل او د ترياکو راټولول پای ته رسېدلي، خو د جګړو له ډېرېدو سره سم له دغه هېواد څخه دباندې د ترياکو قاچاق هم پيل شوی دی.

د جګړو د ډېرېدو په لړ کې د افغانستان په هغو سيمو کې جګړو ډېر زور اخیستی چې هلته په وروستیو کلونو کې ډېر کوکنار کرل کېدل او د نشه‌يي موادو د توليد کارخانې هم په‌کې جوړې شوې وې.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين وحيدالله کلیمزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې وروستيو جګړو د دوی فعاليتونه ټکني کړي، خو ده زياته کړه چې دوی له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره کافي امکانات لري.

ښاغلی کلیمزی زیاتوي: "هو طبعاً چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو فعالیتونه ټکني شوي دي، ځکه روان نامناسب امنیتي وضعيت او جګړې زموږ فعاليتونه له ستونزو سره مخ کړي دي، خو دا د دې معنی نه‌لري چې موږ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ فعاليت نه‌شو کولای، موږ پياوړي پولیس لرو او څومره چې مو وس رسېږي له نشه‌يي موادو سره مبارزه کوو او د کوکنارو د کښت مخه نيسو."

یو شمېر افغان سرتېري د کوکنارو د کښتونو د له‌منځه وړلو پر مهال

هلمند، کندهار، بدخشان، ننګرهار، جوزجان، فراه او بادغيس هغه ولايتونه دي چې په روان شمسي کال کې يې په ‌ډېرو سیمو کې کوکنار کرل شوي وو. په وروستۍ يوه میاشت کې په دې ولايتونو کې سختې جګړې وشوې او ځينې ولسوالۍ يې طالبانو ونيولې.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي وايي چې د جګړو ډېروالي او د طالبانو له‌خوا د ولسوالیو نيولو د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکو فعالیت ته هم لاره اواره کړې او د ترياکو قاچاق ښه پرېمانه دوام لري.

ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازی ډاکتر محمود نصرت د قاچاق کوونکو د فعاليتونو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې که جګړه د اوس په ډول دوام وکړي، نو په افغانستان کې به د کوکنارو کښت تر پخوا څو برابره ډېر شي.

ښاغلی نصرت وايي: "پخوا ځانګړي ځواکونه چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې روزل شوي وو، يوازې به له نشه‌يي موادو سره په مبارزه بوخت وو، خو له بده مرغه چې په دې وروستیو اوونيو او میاشتو کې هغوی په جګړه بوخت دي. هغه ولسوالۍ چې پخوا د حکومت په واک کې وې، اوس‌يې ډېری برخه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په لاس کې دي، اوس د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي په خلاص مټ فعالیت کولای شي، طبيعي خبره ده چې د نشه‌يي موادو قاچاق به هم ډېر شي، که امنيتي وضعيت همداسې دوام وکړي، نو راتلونکي کال ته به کوکنار د سږ کال په پرتله څو برابره ډېر وکرل شي."

یو شمېر افغان سرتېري د کوکنارو د کښتونو د له‌منځه وړلو پر مهال

په افغانستان کې د کوکنارو لومړی فصل داسې مهال پای ته رسېږي چې دولت ونه‌شوی کولای نږدې ۱۵۰ هکټاره ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړي.

د افغانستان دولت ادعا کوي چې سږ کال په سلو کې تر ۹۰ ډېر ترياک د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو کې کرل شوي دي، خو طالبانو تر دې مخکې ازادي راډيو ته د يوه ليکلي پيغام له لارې ويلي چې دوی د نشه‌يي موادو په کښت، توليد او قاچاقو کې لاس نه‌لري.

د دغه راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د 'جګړې په ډېرېدو او د طالبانو د ساحې له پراخېدو' سره به د کوکنارو کښت هم ډېر شي