کونړ چارواکي: اسمار کې د یوه پاکستاني په ګډون ۶ طالبان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

چارواکي وایي، د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې يې په پوځي عملیاتو کې د القاعده شبکې د یو پاکستاني وسله وال په ګډون شپږ تنه وسله والو طالبان وژلي او یو تن يې ټپي کړی دی.

دا هغه سېمه ده چې له تېرې یوې میاشتې په کې وسله والو طالبانو د اسعداباد او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه يې د اسمار ولسوالۍ اړوند ډپ خوړ او د غازي اباد په ډپ بروړو کې پوځي عملیات کړي چې په کې يې د یو بهرني وسله وال په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده: "بېګاه په شال، ډپ خوړ او ډپ بروړو کې د مخالفینو سره مخامخ جنګ وو چې په کې شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي، په وژل شوېو کې یو پاکستانی اورپکی چې سیف الله نومېده او په بلا مشهور و هم وژل شوی، د محمود په نوم د طالبانو مشهور قوماندان هم په وژل شوېو کې شامل دی او یو تن يې ټپي شوی دی."

په ټولنېزو رسنیو کې هم د یو تن عکس ښکته پورته کېږي چې اوږده ږېره او اوږده ويښتان لري. دې عکس سره لیکل شوي چې د القاعده شبکې پاکستانی غړی چې سیف الله نومېږي او په بلا مشهور و هم د اسمار او غازي اباد ولسوالیو د تېرې شپې عملیاتو کې وژل شوی.

حکومتي مسوولین وايي، یاد عملیات يې د اسعداباد او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ د لارې د پرانېستلو لپاره پیل کړې چې کومه یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلې او خلک يي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د حکومت له خوا د ترسره شوېو عملیاتو او په هغه کې طالبانو ته د اړول شوي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.