د نړۍ د فوټبال نامتو لوبغاړی لیونیل مسي له بارسلونا سره تړون غځوي

لیونیل مسي

د نړۍ د فوټبال نامتو لوبغاړی لیونیل مسي غواړي چې له بارسلونا سره تړون تمدید کړي او په دې کلپ کې پاتې شي، خو داسې ښکاري چې د معاش لویه برخه به یې کمه شي.

لا فانګواردیا ورځپاڼې او ایسپن وېبپاڼې پرون راپور ورکړچې تمه ده مسي له بارسلونا سره پنځه کلن قرارداد وکړي.

مسي په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی دی، له اعلانونو پرته چې دی له دې لارې ډېر عواید ترلاسه کوي د میاشتې نژدې نهه میلیونه ایرو معاش اخلي.

مسي دیارلس کلن و چې له بارسلونا سره یوځای شو، ده د بارسلونا لپاره تر بل هر لوبغاړي ډېر ګولونه کړي دي، ده خپل ۲۱ کلن قرارداد له دې کلپ سره تېره میاشت ختم کړ او اوس ازاد دی هر کلب ته که وغواړي چې ولاړ شي، تلی شي.