کورنیو چارو وزارت: پر سپین بولدک بندر د طالبانو برید په شا وتمبېد

ارشیف، سپین بولدک کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د کندهار پر سپین بولدک بندر د طالبانو برید په شا وتمباوه.

د دې وزارت ویاند طارق ارین فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو بندر ته نژدې سیمه کې یو څه تحرکات درلودل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت پر دې بندر د طالبانو د برید د په شا تمبولو خبره وروسته له هغې کوي چې طالبانو نن سهار وختي ادعا وکړه چې سپین بولدک بندر یې تر کنټرول لاندې راوستی.

د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره یوه د سوداګرۍ مهمه لاره ده چې د چارواکو په وینا د ورځې په سوداګریزو توکو بار شااوخوا ۹۰۰ لارۍ پرې تیریږي.

په دې وروستیو کې طالبانوپه هرات کې، اسلام کلا او تورغنډي، په کندز کې شېرخان او په فراه کې ابو ناصر بندرونه تر کنټرول لاندې راوستي دي.