چارواکي: ارزګان کې ۳ طالبان او دوه پاڅون کوونکي وژل شوي

د ارزګان مرکز ترینکوټ

د ارزګان چارواکي وايي، په دې ولایت کې دوه پاڅون کوونکي او درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت والي محمد عمر شیرزاد تېره شپه ازادي راډيو ته وویل، دوه پاڅون کوونکي په ترینکوټ ښار کې د یو غلچکي برید پر مهال وژل شوي دي.

نوموړی وايي، یاده پېښه تېره ورځ ناوخته ماښام مهال شااوخوا اته بجې د ترینکوټ ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځته شوې: "تېر ماښام شااوخوا اته بجې په ترینکوټ ښار کې د دوه موټرسایکلو سپرو له خوا په ترینکوټ ښار کې د ملي پاڅون کوونکو پر دوه تنو چريکې برید وکړ چې دواړه ووژل شول، موضوع تر تعقیب لاندې ده."

داپه داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم په ترینکوټ ښار کې د یوه چسپکي ماین چاودنې له امله د ملي امنیت یو کارکوونکی ووژل شو او یو ټپي شو.

له دې سره د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه یې د ترینکوټ ښار اړوند نچین نومې سیمه کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال يې درې وسله وال طالبان وژلي او یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په تېر جون میاشت کې د ارزګان پنځه ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط کړي او اوس يې خپلو بریدونو ته په مرکز ترینکوټ کې زور ورکړی دی.