ګارډین: افغانستان د امنیتي ځواکونو چټک سقوط حیرانه کړی

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ګارډين

ګارډین بریتانوي ورځپاڼې په افغانستان کې ورځ تر بلې په زیاتېدونکي تاوتریخوالي باندې مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په پیل کې لیکوال ادعا کړې چې ګواکې "افغانستان د امنیتي ځواکونو چټک سقوط حیرانه کړی."

په دوام کې ګاونډيو هېوادونو ته د سلګونه افغان سرتېرو د وراوښتو او طالبانو ته د هغوی د تسلیمېدو خبره هم یاده شوې.

په مقاله کې استدلال شوی ولسمشر اشرف غني او د هغه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې معتبره اکاډمیک سندونه لري، خو په جګړو کې بې‌تجربه دي د وضعیت له زیات خرابېدو مخکې هغه غوښتنې له پامه وغورځولې چې د ځینو سیمو د پرېښودلو په اړه مطرح شوې وې.

ګارډین لیکلي اوس دقیق هغه حالات مخ ته راغلي چې پوځیانو ګڼې سیمې پرېښي او وسلې او مهمات‌یې د مخالفینو لاس ته لوېدلي.

په مقاله کې راغلي حکومت د مایوسۍ په یوه وخت کې د لا ډېر تاوان د مخنیوي لپاره په هغو خلکو باندې د ملېشې جوړولو غږ وکړ چې کلونه‌یې نه‌یوازې د طالبانو په وړاندې جنګ کړی، بلکې یو بل ته‌یې هم د ټوپک خولې نیولې وې.

ګارډین لیکي دا هماغه ډلې وې چې حکومت په راس کې ولسمشر اشرف غني ان تر تېر کاله هم د هغوی د منحلولو په لټه کې وو.

د ګارډین د دې مقالې او ورته نورو څرګندونو برعکس بیا د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدزي ازادي راډیو ته ویلي چې دا ملېشې نه، بلکې هغه ولسي پاڅونوال دي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ پاڅېدلي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي د طالبانو له پرمختګ سره سره دا په کابل کې د امریکایي ډیپلوماتانو لپاره عادي وضعه ده.

د ولسمشر جو بایډن اداره د اګسټ په ۳۱مه په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته رسوي.

نیویارک ټایمز لیکلي د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو دا اندېښنې هم زیاتې شوې چې ښايي د دې ډلې جنګیالي پلازمېنه کابل ونیسي او دا چاره به د امریکا سفارت د تړلو لامل شي، خو د ورځپاڼې په لیکنه د سفارت د ودانۍ دننه ډیپلوماتان د کرونا وبا په خاطر له یوه میاشتني لاک ډون وروسته بېرته کارونه پیل کړي دي.

ورځپاڼې د امریکا د سفارت له‌خوا د کډوالۍ د خاصو ویزو د غوښتنلیکونو د پروسس د پيل یادونه کړې چې په مټ‌یې له امریکایانو سره د ۲۰ کلونو په اوږدو کې افغان ژباړونکو او نورو قراردادیانو ته د امریکا ویزې ورکول کېږي.

د امریکا سفارت د ځينو چارواکو په حواله نیویارک ټایمز لیکلي چې تمه ده ژر د سفارت نوي کارکوونکي په یو کلن مأموریت افغانستان ته راورسېږي. چارواکو ډاډ ورکړی چې سفارت به پرانیستی او فعاله وي.

شاوخوا لسیزه مخکې کله چې امریکايي ځواکونه له عراق وتل د بهرنیو چارو وزارت چارواکي هلته پاتې شول او تر دا اوسه د تُندلارو له‌خوا پرې بریدونه کېږي.

نیویارک ټایمز لیکلي ګڼو چارواکو د افغانستان په اړه هم ورته اندېښنه ښودلې.