بدخشان کې د سرشهر اوبو کانال د رغونې چارې پیل شوې

ارشیف

په بدخشان ولایت کې د سرشهر د اوبو کانال د رغونې چارې نن پیل شوې.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام‌الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د دې پروژې له عملي کېدو سره به ۵۲۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

ښاغلي خپلواک که څه هم د دې پروژې د ټول لګښت په اړه څه ونه‌ویل، خو زیاته‌یې کړه چې د سرشهر کانال د بیارغونې پروژه د اسیا پراختیايي بانک او اروپايي ټولنې په مالي مرسته د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې تطبیقېږي.