د افغانستان بشر حقونو بنسټونه: د جګړو اکثره قربانیان عام افغان وګړي دي

د روان کال د روژې په میاشت کې په لوګر کې د یوې خونړۍ موټربم چاودنې له امله وژل شوي کسان

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او سازمان وايي، په دغه هېواد کې د جګړو اکثره قربانیان عام وګړي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې روان جګړه‌ییز وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مشر ذبیح‌الله فرهنګ د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې کمېسیون په دې اړه په خپل شپږ میاشتني راپور کار کوي چې ډېر ژر به بشپړ او له خلکو او رسنیو سره شریک شي.

‎د افغانستان د بشر حقونو سازمان هم په دې اړه اندېښنه ښيي.

‎د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل وايي: "په خواشینۍ سره چې ورځ بلې ته په هېواد کې جګړې زیاتېږي، دا د دې لامل ګرځي چې ملکي خلک ووژل شي، دوی ته د سر او مال زیانونه اوړي او له خپلو مېنو بې‌ځایه کېږي، دا هغه څه دي چې د بشري حقونو پر بنسټ جنګي جنایات بلل کېږي."

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

‎د وروستیو جګړو د قربانیانو کورنۍ هم همدا خبره کوي او له افغان حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کوي.

‎۱۵ کلن احمد شریف شااوخوا یوه میاشت وړاندې د لغمان ولایت د مهترلام ښار په عمرزیو کلي کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې په لاس ټپي شوی و.

‎د شریف لاس د پیکا په مرمۍ ټپي شوی چې بیا د کابل په اېمرجنسي روغتون کې ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو ترې پرې کړ: "په لغمان کې جګړه وه، خو مرمۍ زما په لاس ولګېده، مرمۍ د پیکا وه‌، مخکې نه مې لاس ښه دی، خو ‌‌‌‌‌‌ډېر پړسېدلی دی، موږ اوس کابل ته راکډه شوي یو."

‎شریف او کورنۍ یې د شدیدو جګړو له امله کابل ته راکډه شوي او دلته د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي.

‎د شریف پلار وایي شدیدو جګړو له خپلې مېنې د بې‌ځایه کېدو ترڅنګ له دېرو نورو ستونزو سره هم مخ کړي دي.

‎دی وایي له احمد شریف سره‌یې د مصطفی په نوم یو شپږ میاشتنی ماشوم هم برسېرن ټپي شوی دی.

د لغمان پر مهترلام ښار د طالبانو برید کې یو شمېر ټپي شوي کسان

‎د احمد شریف پلار زیاتوي: "مازدیګر په جومات کې وم، دعا مې کوله چې جنګ پیل شو، زما دا دوه ماشومان دباندې وو، مور یې په تناره ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ پخوله، کوچنی ماشوم‌یې شریف ته ورکړی و چې د جګړې پر مهال ټپیان شول، بیا مې روغتون ته یوړل."

‎شریف او کورنۍ یې د وروستیو جګړو یوازني قربانیان نه‌دي، بلکې د دوی په شان سلګونه نور ملکیان هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې له جګړو په مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول اغېزمن شوي دي.

ازادي راډیو ‎هڅه وکړه په جګړو کې د ملکیانو د خوندیتابه په اړه د حکومت او طالبانو نظر هم ولرو، ‎خو د اړوندو دولتي ادارو او طالبانو ویاندویانو یې پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.

‎مخکې تر دې افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د جګړو پر مهال د ملکیانو خوندیتوب ته دېر پام کوي.

طالبانو هم ورته ژمنې کړې وې، خو د وروستیو جګړو د ملکي قربانیانو حال دا څرګندوي چې په دې ژمنو عمل نه‌دی شوی.

د روان کال د روژې په میاشت کې په لوګر کې د یوې خونړۍ موټربم چاودنې له امله د وژل شویو کسانو ډله‌ییزه هدیره

‎ښاغلی لعل او د احمد شریف کورنۍ له افغان حکومت او طالبانو د جګړو د نړیوالو اصولو په پام کې ساتلو او د جنګونو د پای غوښتنه کوي.

‎د مې میاشتې له لومړۍ نېټې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی په دغه هېواد کې جګړو هم زور اخیستی دی.