افغان چارواکي: د تخار پر مرکز تالقان ښار د طالبانو برید په شا وتمبول شو

ارشیف، تخار کې د افغان ځواکونو عملیات

افغان چارواکي وايي، د تخار ولایت پر مرکز تالقان ښار د طالبانو پرونی برید یې په شا تمبولی دی.

د تخار والي عبدالله قرلق د دې حملو د شنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې جګړه کې ۵۵ طالبان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د تالقان ښار په څنډو کې اوس هم د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده.

دی زیاتوي: "جګړه د ښار څنډو ته رارسېدلې ده. تېره ورځ هم د ښار په لوېدیځه برخه کې درنې جګړې وشوې. د تخار امنیتي چارواکي وايي د لوېدیځ لوري ته‌یې عملیات هم پیل کړي دي او ځینې سیمې یې هم د وسله‌والو طالبانو پاکې کړې دي."

د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي چې د تالقان ښار په څنډو کې د طالبانو پر مورچو په هوايي حملو کې د دې ډلې ۱۴ وسله‌وال او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

افغان حکومت او طالبان تل یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي، خو د هغو تأیید ګران کار دی ځکه رسنۍ د جګړو سیمو ته لاسرسی نه‌لري.