پولیسو هند کې د 'القاعده شبکې د بریدونو' مخه نیولې

د هند پولیسو ادعا کړې چې دې ډلې د پاکستان په همکارۍ دغلته حملې پلان کړې وې، خو پاکستان سملاسي په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

هندي پولیسو ویلي، په کشمیر کې د القاعده شبکې یوې څانګې پلان درلود چې د هند په شمالي برخه کې بریدونه وکړي.

فرانس پرس خبري اژانس لیکلي، پولیسو پرون یکشنبه دا خبره وروسته تر دې وکړه چې له دې شبکې سره د اړیکو په تور یې دوه کسان ونیول.

دا دوه کسان د اوترا پردېش د مرکز لکهنو په یوې ناحیه کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.

د اوترا پردېش د پولیسو مشر پرشنټ کومار ویلي چې نیول شوي کسان له (انصار غزاوت الهند) ډلې سره اړیکه لري، هغه ډله چې کشمیر کې د القاعده یوه څانګه بلل کېږي.

کومار خبریالانو ته ویلي، القاعده شبکې نیت درلود چې له ګڼې ګوڼې ډکو مارکېټونو کې چاودنې وکړي او لکهنو یې اصلي هدف و.

د کومار په خبره دوی دا حملې د هند د خپلواکۍ له ورځې مخکې چې د اګسټ په ۱۵مه لمانځل کېږي، پلان کړې وې.

ارشیف، د هند سیمه‌ییز پولیس

د پولیسو دغه چارواکي ویلي، دوی د انتحاري حملو او چاودنو نیت درلود او دې کار لپاره‌یې وسلې او چاودېدونکي توکي هم راټول کړي وو.

انصار غزاوت الهند یوه وړه اورپکې ډله ده چې ۲۰۱۷ کال کې په کشمیر کې رامنځته شوه. دا هغه سیمه ده چې دوه اټمي سیالان هند او پاکستان یې پر سر په لانجه کې دي.

دا ډله د ذاکر موسی په مشرۍ رامنځته شوه، دا د سخت دریځو یو پیاوړی غړی و چې له القاعده سره‌یې پیوستون اعلان کړی و او کشمیر کې یې د اسلامي مرکز د جوړولو خبره کړې وه.

موسی په ۲۰۱۹ کال کې په کشمیر کې د حکومتي ځواکونو له‌خوا ووژل شو.

د هند پولیسو ادعا کړې چې دې ډلې د پاکستان په همکارۍ دغلته حملې پلان کړې وې، خو پاکستان سملاسي په دې اړه څه نه‌دي ویلي.