پر اسلام کلا له جګړې وروسته ایران ته اوښتي افغان سرتېري بېرته راولېږدول شول

د افغانستان او ایران ترمنځ اسلام کلا بندر

ایراني چارواکي وایي، هغه افغان سرتېري یې په یوه الوتکه کې کابل ته لېږدولي چې د اسلام کلا بندر له جګړې وروسته د هغوی خاورې ته اوښتي وو.

بېلابېلو ایراني رسنیو د دې هېواد د انتظامي ځواکونو د ویاند مهدي حاجیان په حواله پرون دا خبر ورکړی دی.

ایراني رسنیو د دغو افغان سرتېرو د بېرته ستنولو وېډیوګانې هم خپرې کړې دي، خو ایران او افغان دولت دواړو د دغو افغانانو شمېر نه‌دی مشخص کړی.

د تېرې اوونۍ په وروستیو کې طالبانو د هرات له څو ولسوالیو وروسته پر اسلام کلا بندر برید وکړ چې ورسره یو شمېر ځواکونه او د ګمرک کارکوونکي ایران ته واوښتل.

افغان حکومت لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

تېره اوونۍ څه باندې دوه زره سرتېري د بدخشان له جګړې تاجکستان ته هم اوښتي و.