چارواکي: د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې له وېرې پر طالبانو بریدونه نه‌شو کولای

ارشیف، یو شمېر افغان ځواکونه

د افغانستان وسله‌وال پوځ وایي، د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې او هستوګنیزو سیمو د ویجاړولو له وېرې پر طالبانو یرغلیز بریدونه نه‌شي کولای.

د وسله‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری وایي، طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو له کورونو، ښوونځیو او ان جوماتونو مورچلې جوړې کړې دي.

شینواري پرون خبریالانو ته وویل، دوی به ژر هغو سیمو کې عملیات پيل کړي چې د ګواښ کچه په‌کې اضطراري ده.

ښاغلی شینواری زیاتوي: "د افغانستان وسله‌وال پوځ پوره چمتووالی لري چې هغو ساحو لپاره خپل یرغلیز پلانونه چمتو کړي، پلانونه هم چمتو شوي دي، ولې موږ د جګړې ټولو بین‌المللي قوانینو ته هوډمن یو."

ښاغلي شینواري دا خبرې د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د لاسه وتلو ولسوالیو د نیولو لپاره څه وخت لاس په کار کېږي.

طالبانو له دې وړاندې ورته تورونه رد کړي دي.

نوموړي وویل، له تېرې چهارشنبې راهیسې یې پنځه ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې دي.