ترکمنستان د افغانستان پولې ته نږدې د درنو وسلو او الوتکو ځای پر ځای کول پیل کړي 

ارشیف، یو شمېر ترکمنستاني سرتېري او د پوځ زغروال ټانکونه

د ترکمنستان یو امنیتي چارواکی وايي، د افغانستان پولې ته نږدې په ماري ښار کې یې د پوله‌ساتو ځواکونو ملاتړ ته د پوځ له یوې اډې ځواکونه ور روان دي.

ماري ښار د ترکمنستان د سرحد اباد په ۴۰۰ متري واټن کې پروت دی، هغه ځای چې له افغانستان سره د تګ راتګ اصلي لاره پرې سپره ده.

دغه ترکمنستاني چارواکي چې له رسنیو سره‌یې د خبرو اجازه نه‌درلوده، د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي، افسران، جنګي جېټونه او هليکوپټرې یې پولې ته لېږلي، خو کره شمېر یې نه‌دی یاد کړی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، د ترکمنستان دا اقدام ښيي چې منځنۍ اسیا د افغانستان د جګړې په اړه ډېره اندېښمنه ده.

ترکمن نیوز هم راپور ورکړی چې تېره اوونۍ سرحد اباد سیمې ته درنه وسله لېږدول شوې ده.

په عشق‌اباد کې ذخیره یا ریزرف ځواکونو ته هم لارښوونه شوې چې پولې ته د تګ لپاره دې چمتووالی ولري.

په همدې حال کې افغان حکومت ډاډ ورکوي چې ګاونډیو ته د احتمالي ګواښونو مخنیوی کولای شي.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ترهګري یو ګواښ دی او د مبارزې لپاره‌یې د نورو هېوادونو همکارۍ هم اړینه ده.

د افغانستان حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال

مینه‌پال زیاتوي: "ترورېزم اوس یوازې د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره تهدید نه‌دی، دا فرامرزي تهدید دی، د افغانستان امنیتي او دفاعي قواوې او حکومت خپلو ټولو ګاونډیو ته اطمینان ورکوي، په هره سیمه کې چې ګاونډیو لپاره ګواښ متوجې وي د دې ګواښ د دفعې لپاره بشپړه امادګي لري، ولې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو رول ډېر مهم دی."

ترکمنستان له افغانستان سره ۸۰۰ کیلو متره اوږده پوله لري.

طالبانو په وروستیو کې د نورو برخو سربېره د افغانستان په شمال کې لسګونه ولسوالۍ لاندې کړې چې د منځنۍ اسیا هېوادونه‌یې اندېښمن کړل.

له ترکمنستان مخکې تاجکستان هم چې د افغانستان بل شمالي ګاونډی دی، ویلي چې پوله کې ۲۰ زره ځواکونه ځای پر ځای کوي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې تاجکستاني سرتېري

د تاجکستان ولسمشر دا اعلان وروسته تر دې وکړ چې د بدخشان له جګړې سلګونه افغان سرتېري د هغوی خاورې ته ورواوښتل.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، دوی د افغانستان ګاونډیو ته هېڅ ډول خطر نه‌پېښوي.

ښاغلي مجاهد وویل: "زموږ له‌خوا هېڅ ستونزه نه‌شته. د ترکمنستان هېواد په شمول ټولو ګاونډیو ته موږ اطمینان ورکړی. زموږ ځواکونه چې سیمې ته نږدې کېږي، د خپل هېواد امنیت ساتو، د دوی د خاورې احترام هم کوو. هغه اصول چې سرحدي سیمو کې سره لرو، د هغو کلک رعایت کېږي، د دوی خاورې ته زموږ له‌خوا هېڅ ضرر نه‌شته."

افغانستان کې جګړې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال زور اخیستی دی.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر

لومړی امریکا اعلان وکړ چې ټول ځواکونه‌یې د سپټبر تر ۱۱مې له افغانستانه وځي، خو وروسته‌یې ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د اګسټ تر وروستۍ نېټې، یعنې ۱۱ ورځې مخکې خپل ځواکونه باسي.

افغان حکومت طالبان تورنوي چې د سولې پر ځای یې جګړې ته مخه کړې ده، خو برعکس بیا طالبان حکومت ملامتوي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي.