ترکمنستان له افغانستان سره پر پوله درنې وسلې او هليکوپټرې ځای پر ځای کړې

ارشیف، یو شمېر ترکمنستاني سرتېري

ترکمنستان له افغانستان سره په پوله کې د درنو وسلو او هليکوپټرو د ځای پر ځای کولو پروسه پیل کړې ده.

دا وروسته له هغه چې وسله‌والو طالبانو د افغانستان په شمال کې ګڼې سیمې ونیولې او دې چارې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړل.

د ترکمنستان یوه چارواکي د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترکمني څانګې ته ویلي چې ترکمنستاني عسکرو ته امر شوی چې د امنیت د ټينګښت لپاره دې چمتو وي.

د هغه په خبره مري ښار کې عسکرو ته امر شوی چې له افغانستان سره په پوله د عبوري سیمو د امنیت د ټینګښت په هدف دې دغو سیمو ته ورشي.