د افغانستان دفاع وزارت: بدخشان کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي

ارشیف، بدخشان کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وایي په بدخشان کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټویټر په دې اړه یو بیان ورکړی.

امان ادعا کړې چې دا وسله‌وال طالبان تېره شپه په کران او منجان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو په بریدونو کې مړه او ټپیان شوي.

د بدخشان سیمه‌‍ییزو چارواکو ویلي طالبانو له څلورو ورځو راهیسې د کران او منجان ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره هڅې کولې.

د بدخشان د والي ویاند ادعا وکړه چې د تېرې شپې په حملو کې د طالبانو په ډله کې بهرني جنګیالي هم وژل شوي.

کران او منجان د بدخشان د مرکز فیض‌اباد په جَنوب کې پرته ولسوالي ده چې له پنجشېر او نورستان سره هم ګډې پولې لري.

د بدخشان له ۲۷ ولسوالیو اکثر د طالبانو په لاس کې دي.