د بادغیس والي: طالبانو د پنځم وار لپاره پر قلعه‌نو ښار بریدونه کړي

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس او یو شمېر افغان ځواکونه

د بادغیس والي وايي طالبانو د پنځم وار لپاره پر قلعه‌نو ښار باندې بریدونه کړي دي.

حسام‌الدین شمس ازادي راډیو ته وویل له پرون مازیګره په قلعه‌نو ښار باندې بریدونه روان دي، خو د ده په خبره افغان پوځیان‌یې دفاع کوي.

ښاغلی شمس زیاتوي: "د پرون شپې او نننیو نښتو کې د طالبانو لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي. موږ هم له شته امکاناتو استفاده کوو څو په (قلعه‌نو ښار باندې) د پنځمې حملې چې پراخه هم ده مخه ونیسو. امنیتي او دفاعي ځواکونه له لوړ مورال برخه‌من دي."

والي شمس طالبان تورن کړل چې په ځینو سیمو کې یې دکانونه چور کړي یا یې اور وراچولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا که څه هم د لږ شمېر طالبانو مرګ‌ژوبله تأییدوي، خو دا ردوي چې د دوی جنګیالیو دې دکانونه چور کړي وي.