د افغانستان دفاع وزارت نن سهار وختي نږدې دوه بجې د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې د هوايي مدافعې نوی لګول شوی سیستم فعال کړ.
دا د راکټونو او توغندیو د شنډولو لپاره ثابت شوی ګټور سیسټم دی او ځکه فعالېږي چې پر جګړهییزو احضاراتو مثبت اغېز ولري.
د امنیتي او دفاعي سکټور ویاند جنرال اجمل عمر شینواری د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۰» له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا سیستم یو پرمختللی او مهمه وسله بولي او وايي، دا سیستم د بهرنیو همکارانو لهخوا افغان حکومت ته ورکړل شوی، د راکټونو او توغندیو د شنډولو لپاره ثابت شوی ګټور سیستم دی او ځکه فعالېږي چې پر جګړهییزو احضاراتو مثبت اغېز ولري.
ښاغلی شینواری زیاتوي: "دا سیستم موږ ته د بهرنیو همکارانو لهخوا راکړل شوی دی. دا یو لوی ویاړ او د امنیتي او دفاعي سکټور لپاره ډېر مهم تجهیزات دي. اوسمهال مو هم بهرني همکاران له موږ سره په دې برخه کې همکاري کوي، څو موږ د دې وسلې څخه د ګټې اخیستو وړتیا ترلاسه کړو."
د افغانستان د امنیتي او دفاعي سکټور ویاند جنرال اجمل عمر شینواری
ښاغلي شینواري په دې اړه نور ډېر جزئیات د نظامي اسرارو په توګه یاد کړل.
تېره شپه د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دې وسلې په اړه ولیکل چې دا د توغندیو او میزائیلو د دفعې لپاره په نړۍ کې د تجربې پر بنسټ، خورا ګټور ثابت شوی سیستم دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د دفاع لپاره چمتو دي او دا سیستم د همدې موخې لپاره دی چې پر جګړهییزو احضاراتو به مثبت اغېز ولري.
د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر کې د هوايي مدافعې دا سیستم داسې مهال فعالېږي چې ترکیې هم اعلان کړی چې د دې هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسؤلیت پر غاړه اخلي.
ترکي رسنیو د دې هېواد د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان له قوله لیکلي، له ناټو او امریکا سره خبرو کې دې پایلې ته رسېدلي چې دوی به د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت مسؤلیت اخلي او په ښه ډول به دا چارې مخ ته وړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
راپورونه دا هم وايي چې ترکیه به د دې مسؤلیت د مخ وړلو لپاره افغانستان ته ډرون الوتکې، دفاعي تجهیزات او نور سرتېري هم استوي، خو ترکیې وړاندې ویلي و چې د نورو سرتېرو د استولو اړتیا نهلیدل کېږي.
ترکیې د دې هوايي ډګر د امنیتي مسؤلیت د منلو چاره مشروطه کړې او له ناټو او امریکا یې په لوجیستیکي او مالي برخه کې د مرستو غوښتنه کړې ده.
خو ښکاري چې ناټو او امریکا دواړو سره په دې برخه کې هوکړه شوې ده.
له دې وړاندې د ترکیې جمهور رئیس په دې برخه کې له پاکستان سره هم د همکارۍ خبره کړې وه، خو په افغانستان کې یې دې غوښتنې تند غبرګونونه راپورته کړي و.
افغان حکومت د ترکیې لهخوا د کابل حامد کرزي د هوايي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کړی، خو دا یې هم ویلي چې افغان ځواکونه چمتو دي چې د خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي.
خو طالبانو بیا لا له وړاندې له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.
طالبانو ویلي، د دوحې د هوکړې پر بنسټ، هېڅ یو بهرنی عسکر باید افغانستان کې پاتې نهشي او که چېرې پاتې شي د بدو پایلو مسؤلیت بهیې په خپله غاړه وي.
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوهې هوکړه
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او نږدې هره ورځ څو ولسوالۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي.
دغه تاوتریخوالی او جګړې د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره زیات شوی دی.
ټاکل شوې چې له دغه هېواده د بهرنیو عکسرو د وتلو پیل شوی بهیر د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې بشپړ شي.