ترکیه کې کندې ته د کډوالو د یوه بس لوېدو پېښه کې لږترلږه ۱۲ کسان مړه شوي

ارشیف

په ترکیه کې د کډوالو یو بس کندې ته لوېدلی او لږترلږه ۱۲ کسان په‌کې مړه شوي.

روېټرز خبري اژانس لیکلي چې دغه بس په وان ښار کې یوې کندې ته له لوېدو وروسته اور واخیست او په‌کې له ناستو سورلیو ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۶ نور ټپیان شول.

د پېښې مړه او ټپيان افغانان، پاکستانیان او بنګله‌دېشي کډوال یاد شوي.

پېښه د وان ولایت په مرادیه سیمه کې شوې چې له ایران سره ګډه پوله لري.

د ایران، افغانستان او پاکستان اکثر کډوال د ایران او ترکیې ترمنځ له ګډ سرحد پلی مزل کوي او اروپا ته د رسېدو په هیله په ځان سل خطره مني.

ترکیه اروپا ته د رسېدو لپاره د پناه غوښتونکو یوه اصلي لار ده چې د بېلابېلو دولتونو له مخنیوونکو اقداماتو سره سره بیا هم په قاچاق خلک یا د اوبو یا د ځمکې له لارې اروپا ته ترې وځي.