هند په کندهار کې له خپلې قونسلګرۍ لسګونه ډيپلوماتان او کارکوونکي ایستلي

ارشیف، د کندهار ښار یوه څنډه

هند په کندهار کې له خپلې قونسلګرۍ شاوخوا ۵۰ ډیپلوماتان او امنیتي کارکوونکي ایستلي دي.

دا وروسته له هغه چې د کندهار ښار اوومه حوزه سقوط شوه.

یوه معتبره سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي رادیو ته وویل، په کندهار کې د هند قونسلګرۍ تړل شوې او شاوخوا ۵۰ ډیپلوماتان او امنیتي کارکوونکي یې له دغه ولایته وتلي دي.

د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه وروسته تر هغه اندېښنې زیاتي شوې چې وسله‌والو اوومه حوزه سقوط او جګړه د ښار تر عمومي محبس پورې ورسېدله.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې تأیید کړې چې له کندهار یې ډیپلوماتان او کارکوونکي ایستلي دي، خو قونسلګري یې نه‌ده تړلې.

نږدې دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د هندوستان سفارت په افغانستان کې ټولو هندي اتباعو ته د خرابې امنیتي وضعې په اړه خبرداری هم ورکړی و.

نږدې دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د هندوستان سفارت په افغانستان کې ټولو هندي اتباعو ته د خرابې امنیتي وضعې په اړه خبرداری ورکړی و.

په دې تړاو د سفارت له‌خوا په خپاره شوي بیان کې له هغو ټولو هندیانو چې په افغانستان کې مېشت دي غوښتل شوي و چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او هر ځای چې دي د ځان د خوندیتوب لپاره دې بیداره اوسي.