بریتانوی ملیاردر ریچارډ برانسن نن د خپل شرکت فضایي الوتکه کې فضا ته ځي

بریتانوی ملیاردر ریچارډ برانسن د خپلې فضایي الوتکې د لیدو پر مهال

ټاکل شوې چې بریتانوی ملیاردر ریچارډ برانسن (Richard Branson) نن په هغه فضایي الوتکه کې فضا ته ولاړ شي چې د نوموړي ویرجین ګالاکتیک شرکت جوړه کړې ده.

دا به له سپرلۍ سره د دې شرکت له‌خوا د جوړې شوې فضایي بېړۍ یا الوتکې لومړنۍ ازموینه وي.

ټاکل شوې دغه فضایي الوتکه نن د امریکا له نیومکسیکو څخه په سیمه‌ییز وخت د سهار په اوو بجو فضا ته د ځمکې د مدار پر لور والوزي.

له برانسن سره په دې الوتنه کې د هغه د شرکت څلور متخصص کارکوونکي ملګري دي. برانسن وایي، له دغې الوتنې یې هدف د فضایي تورېزم پیاوړي کول دي.

ټاکل شوې چې د ویرجین ګالاکتیک فضایي الوتکې به له ۲۰۲۲ کال څخه فضا ته منظمې الوتنې پیل کړي.

برانسن، د امازون شرکت مؤسس جیف بیزوس او د سپېس اېکس مؤسس ایلون ماسک فضا ته د ملیاردونو ډالرو سیالي، سوداګرۍ ته د پراختیا ورکولو په هدف مخ ته وړي.

که د برانسن دغه مأموریت بریالی شي هغه به لومړنی کس وي چې د خپل شرکت له‌خوا جوړه شوې فضایي بېړۍ کې فضا ته ځي.

بیزوس به د جولای په ۲۰مه د خپل بلو اوریجن شرکت له‌خوا جوړه فضایي بېړۍ کې فضا ته لاړ شي او ماسک هم اعلان کړی چې د روان کال په پای کې به په خپله شخصي ډراګون فضایي بېړۍ کې فضا ته ولاړ شي.