ولسمشر غني د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني، د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده.

ولسمشر د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي: "نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه‌يې وليکل."

احمدي چې په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې زېږېدلی، پرون‌یې د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ویاند صابر مومند د ځوان ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي مړینه د ادبیاتو په ډګر کې یوه لویه ضایعه وبلله.

ده وویل: "د ښاغلي احمدي مړینه د پښتو ادب او په ځانګړي ډول د ناول لیکنې په برخه کې یوه لویه ضایعه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارواښاد نصیر احمد احمدي د مړینې په تړاو د ده کورنۍ او دوستانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي."

د نصیر احمد احمدي ۲۵ کتابونه چاپ شوي چې ۱۵یې ناولونه، نور یې لنډې کیسې یا د ادب پوهنې د نورو څانګو اړوند موضوعات دي.

ارواښاد احمدي په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند و.