د غور ولایت د لومړۍ حوزې جنايي امر یوه چاودنه کې ووژل شو

ارشیف، د غور ولایت مرکز فېروزکوه کې یوه چاودنه

د غور ولایت د لومړۍ حوزې جنايي امر د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

چاودنه پرون مازیګر د مرکز فېروزکوه په مربوطاتو کې وشوه.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د لالاګل په نوم د لومړۍ حوزې جنايي امر، د هغه ماین په چاودنه کې ووژل شو چې په موټرسایکل کې یې ځای پر ځای شوی و. ویل کېږي ده غوښتل دغه ماین ښار ته راوړي او په کوم ځای کې یې ځای پر ځای کړي چې د لارې په اوږدو کې امنیتي ځواکونو کشف کړ او چاودنه وشوه چې لالاګل له خپلې مېرمنې سره ووژل شو."

په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، لالاګل د بسم‌الله عادل ورور دی.

بسم‌الله عادل چې د یوې خصوصي راډیو مسؤل مدیر و، اووه میاشتې مخکې په غور کې ووژل شو.