کرونا؛ روغتیا وزارت: افغانستان کې د 'جانسن او جانسن'واکسین تطبیق پیل شو

د 'جانسن او جانسن' واکسین

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د امریکا د متحده ایالاتو له خوا مرسته شوی کرونا ضد واکسین پیل کړ.

د وزارت چارواکي وايي چې د جانسن او جانسن واکسین تطبیق به سر له نن شنبې (د چنګاښ ۱۹مه) څخه په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترسره شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل، تمه کېږي د دې واکسین راتلونکي محموله د روانې جولای میاشتې تر پایه پورې افغانستان ته راشي.

عليزي زیاته کړه: "هغه خلک چې خورا زیانمنونکي وي، د ۵۵ کلونو څخه پورته عمر لرونکي خلک، هغه خلک چې دوامداره ناروغي لري، هغه خلک چې په ګڼه ګوڼه کې کار کوي، په ځانګړي توګه هغه څوک چې د مراجعینو سره ډېر مخامخ کېږي. د ښوونځیو او پوهنتونونو استادانو ته، د پوهنتون محصلانو او هغه زده کوونکو ته چې له ۱۸ کالو څخه ډېر عمر لري، کورنیو بې ځایه شوېو ته، خبریالان او زموږ روغتیایي همکاران واکسینېږي."

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي وویل، تمه کېږي د دې واکسین راتلونکي محموله د روانې جولای میاشتې تر پایه پورې افغانستان ته راشي.

د جانسن او جانسن واکسین شرکت وایي، دا واکسین په سلو کې ۸۵ فیصده د ناروغۍ پر وړاندې معافیت لوړوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا د دې واکسین یو ډوز له ۱۸ کلونو پورته عمر لرونکو خلکو ته کېږي.

دغه سازمان د ۲۰۲۱ کال مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د جانسن او جانسن واکسین د اضطراري کارونې لپاره انتخاب کړه.

د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو په وینا چې متحده ایالاتو وروسته له هغه دا واکسین بند کړ کله چې د دې واکسین له تطبیق وروسته د خلکو وینه غوټه شوه او له امله یې ۱۵ کسان مړه شول، خو له څو ورځني ځنډ وروسته بېرته دا واکسین پیل شو.

ارشیف، په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د متحده ایالاتو په مرسته د کرونا ضد د دې امریکايي واکسین تطبیق پیلوي چې د افغانستان له ۳۳ میلیونه نفوسه یوازې شااوخوا یو میلیون خلکو واکسین ترلاسه کړی دی.

له درې میلیونه مرسته شوي دغه واکسینه نېږدې یو نیم میلیونه ډوزه یې پرون جمعه (د چنګاښ ۱۸مه) کابل ته ورسېدل.

له دې مخکې هم د دې هېواد خلکو دوه ډوله واکسین تطبیق کړی دي.

هند افغانستان ته د اسټرازنیکا واکسین ۵۰۰ زره او چین د سینوفارم واکسین ۷۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته کړې وه.

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر لا هم ورځ تر بلې ډېرېږي، د عامې روغتیا وزارت ټول تعلیمي مرکزونه، د ودونو تالارونه، حمامونه او د کنفرانسونو تالارونه د روان کال د زمري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې بند کړي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې راټیټې شي.

د دې وزارت شمېرې ښیې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او ۸۱۳ نوي په کووېډ -۱۹ ناروغۍ اخته شوي.

رسمي شمېرې ښیې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تردې دمه له ۱۳۳ زره ۵۰۰ څخه ډېر خلک په افغانستان کې په دغه ویروس اخته شوي دي.