سرګي لاوروف: د افغانستان جریانات زموږ متحدینو ته د اندېښنې وړ دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د افغانستان جریانات د روسیې متحدو هېوادونو قلمروونو ته د احتمالي سرایت له کبله د اندېښنې وړ دي.

لاوروف دغه څرګندونې پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۸مه) په مسکو کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جی شنکر سره په یوه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي وویل: "طبعاً د افغانستان پیښې موږ ته د اندېښنې وړ ځکه دي چې له هغه ځایه دغه ستونزې زموږ د متحدینو قلمرو ته سرایت ونه کړي. دې ته په پام چې طالبانو له ایران او تاجکستان سره پر بندرونو کنټرول ټینګ کړی او تر هغو چې دغه پېښې د افغانستان په خاوره کې پېښېږي، موږ له دې پرته چې د سیاسي پروسې د پیلېدو لپاره په خپلې پرله پسې غوښتنې چې ټول افغانان یې خبره کوي، ټینګار وکړو، په هېڅ صورت نیت نه لرو چې پر وړاندې یې اقدام وکړو."

لاوروف له دې مخکې ویلي و چې د ډله ییز امنیت د سازمان تړون به د افغانستان او تاجکستان په سرحدونو کې د پاروونکو تحرکاتو د مخنیوي لپاره په اقداماتو لاس پورې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه او د افغانستان امنیت یې د سیمې د امنیت لپاره مهم وباله.