د اروپا د فوټبال مسوولې ادارې هنګري جریمه کړ

د هنګر د فوټبال لوبډله

د اروپا د فوټبال مسوولې ادارې هنګري د اروپا د اتلولۍ په جام کې د فوټبال د مینه والو د ناسم چلند له کبله جریمه کړی.

د دې حکم پر اساس د هنګري ملي ټیم به په اروپايي جامونو کې خپلې دوه لوبې له نندارچیانو پرته کوي.

د اروپا د فوټبال ادارې د اروپايي ملتونو د ۲۰۲۰ میلادي کال د لوبو پرمهال د هنګري د فوټبال د پلویانو له خوا، له تبعیض د ډکو لیکلو شعارونو او د بیزو ګانو د غږونو د ایستلو د اعاوو په اړه د تحقیقاتو پر اساس دا حکم ورکړی دی.

د هنګري ملي لوبډلې خپلې دوه لومړۍ لوبې د پرتګال او فرانسې پر وړاندې د بوداپست په پوسکاس لوبغالي کې ترسره کړې.

د اروپا د فوټبال اجنسۍ د جون په شلمه د اخلاقو او ډسپلین یوه مفتش ته دنده وسپارله چې د دې دوو لوبو پر مهال د احتمالي تبعیضي چلند په اړه څېړنه وکړي، خو د دې تحقیقاتو لمن په مونشن ښار کې د جرمني او هنګري د لوبډلو له لوبې وروسته نوره هم پراخه شوه.

د اروپا د فوټبال اجنسۍ په حکم کې د هنګري د فوټبال فدراسیون د سل زره یورو په نقدي جریمه هم مکلف بلل شوی دی.