د ختیځي اروپا مشرانو د افغانانو په احتمالي مهاجرت اندېښنه ښودلې

"اروپايي مشران"

د ختیځې اروپا مشرانو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانانو پر احتمالي مهاجرت اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اروپايي ټولنې مشرانو په سلووینیا کې په خپله غونډه کې له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانانو د مهاجرت د نوې څپې له کبله اندېښنه څرګنده کړه.

په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري سلووینیا ته وسپارل شوه.

د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویڅکي وویل چې له افغانستانه د ناټو د پوځي ځواکونو وتل ښايي اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ باعث شي.

د هغه په وینا دا نوي کډوال به پر پخوانیو هغو چې له افریقا نه د اروپا د شتمنو هېوادونو په نیت راوتلي دي ور زیات شي.


موراویڅکي د اروپايي سرحدونو د لا خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش هم له افغانستانه د مهاجرت نوې احتمالي څپه یو لوی ګواښ وباله.

که څه هم د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه نېټه ټاکل شوې خو د زیات شمېر هېوادونو سرتېري چې په افغانستان کې وو، لادمخه له دې هېواده وتلي دي.