اردوغان: انقره او واشنګټن د حامدکرزي هوايي ډګر پر امنیت سلا شوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، انقره او واشنګټن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د ټینګولو د څرنګوالي په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د امریکا ولسمشر جوبايډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکايي سرتېري به د اګسټ میاشتې ترپایه له افغانستانه ووځي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې د ترکیې او امریکا دفاع وزیرانو، د پنجشنبې په ورځ په دې اړه بحث وکړ.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د څرنګوالي په اړه په تېره جون میاشت کې د امریکا او ترکیې ولسمشرانو په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزه په څنډه کې هم خبرې کړې وې.