"افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله د تېرکال همدې ۳ میاشتو پرتله لوړه ده"

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو خبر ورکړ.

دغه سازمان نن جمعه (د چنګاښ ۱۸مه) وویل، د ۲۰۲۱میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړې پر مهال د ملکیانو مرګ ژوبله د تېرکال د همدې مودې پرتله ۲۹ فیصده زیاته شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې یوازې تېره اوونۍ لږ تر لږه ۵۶ ملکیان وژل شوي دي.

دغه سازمان مخکې هم د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښوولې او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې په ځانګړي ډول په وروستیو میاشتو کې د جګړو دوام، د څو مرستندویو ادارو اندېښنې پارولي دي.