اکسفام: هره دقیقه لوږه په نړۍ کې د ۱۱ تنو ژوند اخلي

ارشیف، د کابل په څنډه کې یو ماشوم او مور یې

د اکسفام په نوم نړیواله خیریه اداره وايي، هره دقیقه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۱۱ کسان د لوږې له کبله مري.

د دې ادارې راپور وايي، روانو جګړو په افغانستان کې د لوږې وضعیت نور هم خراب کړی دی.

اکسفام د لوږې په اړه په هغه راپور کې چې نن جمعه (د چنګاښ ۱۸مه) خپور شو ویلي، په نړۍ کې ۱۵۵ میلیونه کسان د غذايي خوندیتوب له اړخه په بحراني حالت کې ژوند کوي چې د تېر کال پرتله ۲۰ میلیونه کسان ور زیات شوي دي.

راپور وايي، په افغانستان کې ۱۳ میلیونه او دوه لکه کسان چې د ټولو وګړو ۴۲ فیصده کېږي، د لوږې تر ټولو بد حالت کې ژوند کوي.

د اکسفام راپور افغانستان درېیم هېواد بلل شوی چې د ټولې نړۍ په سطحه غذايي خوندیتوب نه لري.

د خوړو خوندیتوب دا معنی لري چې ټول خلک، په هر وخت کې بشپړ، صحي او وړ خواړه ولري، یا د هرې کورنۍ د یوه غړي کلنی عاید دومره وي چې خواړه ځان ته پرې برابر کړای شي.