د پکتیا جګړه ځپلي بې ځایه شوي کورنۍ: تش لاس راوتلي یو، هېڅ هم نه لرو

د پکتیا بې ځایه شوي کډوال

په پکتیا کې کورني بې ځایه شوي وایي، تش لاس له کورونو راوتلي چې اوس مهال یې ژوند ډېر تریخ دی.

په پکتیا کې د جګړو له زیاتېدو سره سم د بې ځایه کورنیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې له امله یې ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه کورنۍ وایي، بیړنیو مرسته ته اړتیا لري، ځکه په وینا یې د خوراک، څښاک او پوښاک ټول وسایل یې په کورونو کې همداسې پریښي او تش لاس د سرونو د خوندي کولو لپاره د پکتیا مرکز ګردېز ته راکډه شوي دي.

د بې ځایه شوېو کورنیو په منځ کې یوه کونډه مور چې نه یې غوښتل خپل نوم واخلي، رسنیو ته خپله کیسه داسې وکړه: "تش لاس راغلو هلکان او نجونې مو ځان سره راوستې، نه مو کمبلې راوړې، نه مو بسترې او نه هم نور شیان همداسې تش راغلو، کرایي ړنګ کور کې اوسېږو."

دغه مور وایي، جګړو ډېره دردولې او د ژوند اوسنۍ شېبې یې ډېرې په سختۍ تیریږي.

محمد ایوب هم د هغو بې ځایه شوېو له ډلې دی چې د پکتیا د اریوب ځاځیو له ولسوالۍ را کډه شوی.

پکتیا چارواکي وايي ددې ولایت له ۱۷۴ بې ځایه شویو کورنیو سره يې د لومړنیو خوراکي توکو مرسته وکړه.

دی هم د جنګ او کډوالۍ ډېرې ترخې کیسې لري: "د جنګ له امله خلک ټول تیت پرک شول، موږ چې راتلو جنګ کې ایسار شو، ډرایور شهید شو، زه یې روغتون ته راوستم، دا درې ورځې کېږي له روغتونه رواتلی یم."

د پکتیا ځایي چارواکي هم مني چې په دې ولایت کې وروستیو جګړو زرګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ایستي.

د کډوالو رئیس عبیدالله مرهوني وایي دی او ټیم یې د پکتیا د ټولو بې ځایه شوېو کورنیو د ارقامو په راټولولو بوخت دي.

دده په خبره، تر دې مهاله یې نږدې ۲۰۰ کورنۍ تثبیت کړي چې له ډلې یې پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) له ۱۷۴ کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو مرسته وکړه.

مرهوني زیاته کړه: "د زرمت، روحاني بابا او ختیځو ولسوالیو څخه زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي، موږ ته ۱۷۵۰ عرایض یا غوښتنلیکونه را رسیدلي، په دوی کې ۲۶۵ داخلي بې ځایه تشخیص شوي، د نورو سروې هم روانه ده او تر اختره به ډېرې نورې کورنۍ هم ثبت کړو."

د مرهون په وینا ګڼې نورې هغه کورنۍ چې د داخلي بې ځایه شوېو په توګه پېژندل کېږي، د دې ولایت د پېښو پرضد د مبارزې ریاست له لوري به ورسره د اړتیا وړ لومړنیو توکو مرسته ترسره شي.