عراق او سوریه کې پر امریکايي سرتیرو د حملو په اړه د پنټاګون اندېښنه

سوریه کې لګیدلی راکټ

پنټاګون په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو د حملو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بغداد په شنه سیمه کې د امریکا سفارت او په عراق او سوریه کې امریکایي ځواکونه وړمه ورځ د درېیو راکټونو او ډرون هدف وګرځېدل.

په عین الاسد اډې بیا ۱۴ راکټي بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه دوه امریکایي سرتیري ټپیان شوي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) په دغو بریدونو باندې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

کربي وویل: "موږ په بهر کې د خپلو ځواکونو امنیت او روغتیا جدي نیسو او تاسو ولیدل چې کله د ځواکونو امنیت او روغتیا له خطر سره مخامخ کېږي، موږ مناسب انتقام اخیستونکی اقدام ترسره کړ."

په عراق کې د ایران په ملاتړ وسله والو ډلو مخکې خبرداری ورکړی و چې د سوریې - عراق پولو باندې به د دوی په سنګرونو د امریکا د هوایي بریدونو ځواب ورکړي.