روسیه: که پر تاجکستان برید کیږي پر وړاندې یې غبرګون ښودل کېږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، تاجکستان د روسیې متحد دی او که پرې حمله کېږي نو د ګډ امنیت د تړون سازمان به یې په وړاندې غبرګون ښيي.

لاورف له افغانستانه د احتمالي ګواښونو په اړه دغه څرګندونې پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) په ولادیواستوک کې د لېرې ختیځ فدرالي پوهنتون ته په وینا کې وکړې.

لاوروف زیاته کړه: "د تروریستي بریدونو ګواښونه 'په افغانستان کې' زیاتیږي، طالبانو تاوتریخوالی لا زیات کړی ځکه په مخکینۍ موافقه کې د یوې موقتې ادارې د جوړېدو وړاندیز شوی و چې هغه به د یوه لا باثباته دولتي تشکیلاتو شرطونه وضع کول."

لاوروف وايي، د وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله داسې یوه خلا رامنځ ته شوې چې نور وسله وال لکه د اسلامي دولت ډله یا داعش هغه ډکوي.

د لاوروف په وینا داعش په شعوري توګه او د یوه هدف لپاره د افغانستان په شمال کې زموږ له متحدینو سره پولې ته نژدې ځای پرځای شوې ده.