جو بایډن: افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت به د اګسټ په ۳۱مه پای ومومي

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د اګسټ میاشتې تر۳۱مې به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېږي.

نوموړي وویل: "زموږ پوځي ماموریت به په افغانستان کې د اګسټ تر۳۱مې بشپړ شي. د ځواکونو د کمولو بهیر په مصؤن او منظم ډول مخ ته ځي او د وتلو پرمهال د خپلو ځواکونو مصؤنیت ته لومړیتوب ورکول کېږي."

بایډن دغه اعلان تېره شپه په سپینه ماڼې کې وکړ او ویې ویل، هغسې چې د اپریل په میاشت کې یې اعلان کړې وه، په افغانستان کې د امریکا هدف چې عدالت ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن راکاږل او پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو د نورو ترهګرو ځپل او د القاعده کمزوري کول و، ترلاسه شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، د امریکايي ځواکونو د کمولو بهیر په مصؤن او منظم ډول مخ ته ځي

بایډن چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د خپلې پرېکړې له امله د انتقاد کوونکو تر فشار لاندې دی وویل، افغانستان ته امریکا د ملت جوړلو لپاره نه وه تللې او په دې هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي.

بایډن وړاندې وویل: "موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي، دا حق او مسولیت یوازې د افغانانو دی چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي چې په څه ډول غواړي د خپل هېواد چارې سمبال کړي."

موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي.

بایډن د افغانستان له حکومت او د دې هېواد له ځواکونو سره د ملاتړ د دوام ژمنه وکړه او د جګړې په ډګر کې د وسله والو طالبانو له لوري وروستیو چټکو پرمختګونو ته په پام یې وویل چې دی ډاډه دی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځوکونه به وکولای شي چې د طالبانو په وړاندې ودریږي.

بایډن د خپلې وینا په پای کې په سالون کې د حاضرو خبریالانو چې هر یوه هڅه کوله خپله لومړنۍ پوښتنه وکړي، له ډېرو سختو پوښتنو سره مخامخ شو.

له بایډنه لومړنۍ پوښتنه واک ته د وسله والو طالبانو د احتمالي رسېدو په اړه وه چې یوه خبریال په دې بڼه چې ایا دا د نه مخنیوي وړ دی چې طالبان واک ته ورسېږي، مطرحه کړه: "نه دا ممکنه نه ده ځکه چې هلته درې سوه زره افغان ځواکونه شته چې لکه د نورې نړۍ د هر اردو په څېر ښه مجهز شوي او هم هوایي ځواک شته. دا ځواکونه د شااوخوا ۷۵ زره طالبانو پر وړاندې دي. نه دا د مخنیوي وړ ده."

افغانستان یو شمېر افغان امنیتي سرتیري

ولسمشر بایډن دغه راز وویل چې هغه په زرګونو افغانان به چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی او د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي، وکولای شي چې په متحده ایالاتونو کې پناه واخلي.

هغه زیاته کړه، د جنوري له میاشتې راهیسې چې ده د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، تر اوسه د ویزې د ځانګړې پروګرام په ترڅ کې د دوه نیم زره افغانانو غوښتنلیکونه منل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تر ټاکلې نېټې مخکې چې د سېپټمبر ۱۱مه وه، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د اګسټ ۳۱مه نېټه داسې مهال اعلانوي چې پنټاګون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر نوي په سلو کې بشپړ شوی دی.