عدلي او قضايي مرکز: ۳مياشتو کې ۲ زره کيلوګرامه کېمياوي نشه‌يي توکي نيول شوي

ارشیف، هرات کې نیول شوي نشه يي توکي

د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړيو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې د ۱۹۳ قضيو په تړاو ۲۵۳ تنه نيول شوي او له دوی سره زرګونه کيلوګرامه نشه مواد هم نيول شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز يو راپور ښيي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د نيول شوېو نشه يي موادو ډېره برخه کېمياوي نشه‎يي مواد دي لکه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ او مورفين.

د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل چې دوی په تېرو درېيو میاشتو کې ۳۸۸ کيلوګرامه هيرويين، ۲۴۴ کيلوګرامه مورفين، ۱۳۵۷ کيلوګرامه ښیښه او ۱۱ کیلو ګرامه نشه يي ګولۍ له قاچاق کوونکو سره یو ځای نيولي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

ښاغلي موحد زیاته کړه: "د ۱۴۰۰ شمسي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې په مجموعي ډول ۱۹۳ قضيې او ۲۵۳ تورن کسان له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي. هغه مواد چې په دې درېيو مياشتو کې ډېر نيول شوي او څېړل شوي، صنعتي نشه يي مواد دي لکه ټابلیټ کا ګولۍ، ښیښه يا (methamphetamine) دي."

دا ۲۵۳ تنه چې په تېرو درېيو مياشتو کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول شوي، دېرشو يې غوښتل چې د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته هيرويين قاچاق کړي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز په خپل درې مياشتني راپور کې د کېمياوي نشه يي موادو خبره په داسې حال کې راپورته کوي چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو هم په نړۍ کې د نشه يي موادو د وضعيت په اړه راپور خپور کړی دی. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت تر څنګ د کېمياوي نشه يي موادو تولید هم مخ پر ډېرېدو دی، په تېره بيا د ښیښې توليد ورځ په ورځ ډېرېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې استازی 'سيزار ګيډيس' وايي چې د دوی څېړنې ښيي چې په افغانستان کې کېمياوي نشه يي مواد تر بل هر کال ډېر شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې استازی 'سيزار ګيډيس'

دی وايي: "د اټکل له مخې په تېره لسيزه کې افغانستان د ټولې نړۍ په سلو کې ۸۵ تارياک توليد کړي دي. دغه ډول په افغانستان کې د ښیښې جوړول هم دوام لري. د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې څلور ګرامه ښیښه ونيول شوه، خو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا اندازه ۱۱۷۸ کيلوګرامو ته ورسېده."

د معتادينو د درملنې په مرکزونو کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يوه څېړنه ښيي چې د نشه يي بوټو ځای په چټکۍ سره کېمياوي نشه يي مواد نيسي، ان دا چې پخوا کومو ښځو په دوديز ډول تارياک د درد لپاره استعمالول، اوس هغوی په ښیښه يا هیرويينو معتادې شوي دي.

د راپور غږیزه بڼه د دې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راپور