ایران کې د پلاویو ترمنځ ناسته کې د جګړې پر ختمېدو ټینګار شوی

ایران کې پر افغان سولې غونډه

په تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ ناسته کې له سیاسي او سوله‌ییزې لارې د جګړې په ختمېدو ټینګار شوی.

دا دوه ورځنۍ ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په کوربه‌توب شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي ظریف په حواله لیکلي: "په سوله کې مېړانه د جګړې تر مېړانې مهمه ده او د بین‌الافغاني خبرو دواړه لوري باید د یو بل خبرې او غوښتنې په پام کې ونیسي."

غونډه نن په یوه شپږ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک باندې پای ته رسېدلې.

له سوله‌ییزې او سیاسي لارې د جګړې په هواري باندې ټینګار، له جګړو د سولې پړاو ته په ننوتو او د نظام په څرنګوالي باندې په راتلونکي کې په بحث باندې سلا، د روغتونونو، ښوونځیو او نورو عامه تأسیساتو د زیانمنولو او ویجاړولو غندل او د دغو پېښو عاملینو ته د سزا ورکولو مسئله هغه مسایل دي چې په پرېکړه‌لیک کې یاد شوي دي.

په پرېکړه‌لیک کې یادونه شوې چې ورته ناستې به دوام پیدا کوي.

پرېکړه‌لیک هم د افغان ولسمشر سیاسي سلاکار محمد محقق او هم د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم خپور کړی.

دې ناستې ته له کابله د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم مرستیال عبدالسلام رحیمي، د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه ډلې غړی محمد یونس قانوني، عبدالکریم خُرم او ځیني نور سیاستوال ورغلي وو.

د طالبانو د قطر دفتر ځينو غړو او مشر هم ګډون درلود.