دفاع وزارت: د بادغیس مرکز ته تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسیدلي

افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېره شپه د بادغیس مرکز قلعه نو ته تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسیدلي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډېر ژر به دا ښار له طالبانو په بشپړ ډول چاڼ کړي.

دغه وزارت پرون ماښام وویل چې طالبان یې له قلعه نو نه په شا کړي، خو له نننۍ خبرپاڼې داسې ښکاري چې یوشمېر طالبان لا په ښار کې شته.

دفاع وزارت ویلي چې عملیات یې چټک شوي او په هوایي بریدونو کې یې د قلعه نو په بېلابېلو برخو کې ۶۹ طالبان وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو د قلعه نو د جګړې په اړه تازه څه نه دي ویلي.

د دوی وسله وال پرون سهار له څو خواوو دې ښار ته ننوتل، مهمې امنیتي ودانۍ یې لاندې کړي او زندان یې هم مات کړ.