افغان ولسمشر د قطر له ځانګړي استازي سره پر افغان سوله غږیدلی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر د قطر د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي سره پر افغان سوله خبرې وکړې.

مطلق بن ماجد القحطاني د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او پرون چهارشنبه(د چنګاښ په ۱۶مه نېټه یې په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان سولې د بهیر ترڅنګ په دې لیدنه کتنه کې د افغانستان او قطر تر منځ د دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې شوي دي.