تاجکستان تر زرو ډېر افغان کډوال منلي چې له جګړو یې پناه ور وړې

تاجکستان ته ور اوښتونکي افغان کډوال

د تاجکستان د ګورنو بدخشان ولایت چارواکي وایي، تر زرو ډېر افغان کډوال یې منلي دي چې د بدخشان له جګړو یې پناه ور وړې ده.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د دې کډوالو اکثریت ښځې، ماشومان او زاړه دي.

د تاجکستان د ګورنو بدخشان چارواکو پرون چهارشنبه(د چنګاښ په ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې له دې افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له ملګرو ملتونو او اغا خان بنسټ سره په خبرو دي، څو دوی ته خواړه چمتو کړي او روغتیایي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

دې ملکي افغانانو په داسې وخت کې په تاجکستان کې پناه اخیستې ده چې څه باندې دوې اوونۍ مخکې شااوخوا شپږ سوه افغان سرتیري د شېرخان بندر له لارې وروسته تر دې تاجکستان ته واوښتل چې طالبانو برید پرې وکړ.

د ازادي راډیو تاجک څانګې ته د تاجکستان یوې امنیتي سرچیني ویلي دي چې د دغو سرتیرو یو شمېر کابل ته په الوتکو کې بېرته تللي او شااوخوا درې سوه نور به یې په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته انتقال شي.