د هند سینما مشهور او پېژندل شوي ستوري دیليپ کمار ژوند

د هند سینما مشهور او پېژندل شوی ادا کار دیلیپ کمار

د هندي سینما په تاریخ کې یو مشهور او پېژندل شوی ادا کار په دیلیپ کمار مشهور محمد یوسف خان نن د ۹۸ کلنۍ په عمر وفات شو.

دی د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې چې هغه وخت د هند برخه وه زېږېدلی، خو د ځوانۍ پر مهال له خپلې کورنۍ سره په سینما کې د کار کولو لپاره اوسني هند ته تللی.

ښاغلی کمار په لومړي ځل په ۲۲ کلنۍ کې د جوار باټا په فلم کې راڅرګند شو.

دا فلم په ۱۹۴۴ میلادي کال کې خپور شوی.

هغه وروسته په دوه نورو فلمونو کې هم کار وکړ چې ډېر د پام وړ ونه‌ګرځېده، خو جاګنو فلم هغې ته شهرت ورکړ او نوموړی يې په یوې مشهورې سینمايي څېرې بدل کړ.

جاګنو فلم په ۱۹۴۷ میلادي کال کې خپور شو.

دا شان په "انداز" فلم کې د کمار اداکارۍ هغه د فلم ستوری کړ.

د دیلیپ کمار ډېری فلمونه په بالیووډ کې ډېر پلورل شوي چې له دې ډلې د دیوداس، ازاد، مغل اعظم، قانون او کارما هغه فلمونه دي کوم چې د هندي فلمي صنعت کې تر ټولو د لوړې ګټې کوونکي فلمونه شمېرل کېږي.

دیليپ کمار او شاه رخ خان

مګر په ۱۹۷۶ کې ښاغلي کمار په لنډ مهاله توګه اداکاري پرېښوده او ۵ کاله له سینمايي نړۍ څخه لیرې و.

هغه سینما ته له بېرته راستنېدو وروسته په یو شمېر نورو فلمونو کې هم کار وکړ او په پایله کې یې په ۱۹۹۸ کې رسماً خپل تقاعد اعلان کړ.

دیلیپ کمار لومړی فلمي لوبغاړی دی چې په "فلم فیر" کې د غوره اداکار جایزه وګټي او له شاه رخ خان څخه د اتو زیاتو جایزو د ګټلو ریکارډ لري.

هغه له ۶۵ څخه په زیاتو فلمونو کې کار کړی دی.

ځیني افغان فلم جوړوونکي وايي چې د دیلیپ کمار د شهرت په اوج کې افغان سینما هم جوړه شوه.

دوی وايي افغان سینما د هندي سینما په ځانګړي ډول د ښاغلي کمار کار ډېر متأثره کړې ده.

فلم جوړوونکي همایون پائیز ازادي راډبو سره په خبرو کې وویل: "دیلیپ کمار د هغه کسانو له ډلې و چې بهترین ادا کار و او له اداکارۍ سره‌یې ژوره مینه هم درلوده. زه پرته له شکه د دیلیپ کمار له کارونو متأثره یم او هغه مې ایډیال دی."

ممنون مقصودي یو بل افغان فلم جوړونکی او ممثل چې دیلیپ کمار سره علاقه لري، وايي چې په ډېری مواردو کې د دیلیپ کمار اداکاري د ده لپاره یو ښه مثال دی.

د ښاغلي مقصودي په وینا، ښاغلي کمار په خپلې اداکارۍ کې یو فرد نه، بلکې په افغانستان او هند کې د ډېری لوبغاړو لپاره یوه بهترین ایډیال دی.

پېښور کې د دیليپ کمار کور

ښاغلی مقصودي زیاتوي: "د مغول اعظم په فلم کې چې هغه کوم کار کړی هغه نایابه او پاتې کېدونکی دی. نن ورځ ډېری اداکاران لکه امیتاب بچن، شاه رخ خان او زموږ یو ښه اداکار لکه استاد بی سد چې خبرې یې واقعاً دیلیپ کمار په څېر دي، د هغه تقلید کوي."

ښاغلی مقصودي دیلیپ کمار د هندي سینما یا بالیووډ ځلانده ستوری بولي او د هغه کار د ټولنې په اصلاح کې اغېزناک ګڼي.

دیلیپ کمار د ۱۹۲۲ کال د ډسمبر په ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې زېږېدلی او نن د جولای په ۷مه د هند په ممبی کې مړ شو.