روسي چارواکی: کیدای شي د افغانستان وضعیت په چټکۍ خراب شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د افغانستان وضعیت کیدای شي په چټکۍ خراب شي او مسکو دې ته چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې د خپلو سیمه ییزو متحدانو دفاع وکړي.

لاوروف دغه څرګندونې نن چهارشنبه(د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) له لاوس څخه د کتنې پر مهال وکړې او ویې ویل روسیه چمتو ده چې په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې چې له هېواده بهر د روسیې لویه اډه ده، کار واخلي څو په سیمه کې د خپلو متحدانو امنیت یقیني کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې د افغانستان وضعیت له نژدې څاري او له دې هېواده په بیړه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په پام هغه داسې یو وضعیت دی چې کیدای شي په چټکۍ لا خراب شي.

لاوروف یو ځل بیا نړیوال ځواکونه تورن کړل چې په دې هېواد کې یې د څو لسیزو حضور د امنیت او ثبات په برخه کې د پام وړ کومه لاسته راوړنه نه لري.

د لاوروف په وینا د ګډ امنیت د تړون سازمان استازیو چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پوله یې له نژدې کتلې ویلي چې د افغانستان لوری ټول د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.

دغه راز تاجک چارواکو په دې وروستیو کې خپلې خاورې ته له زرو زیاتو افغان پوځیانو د ور اوښتو خبره کړې ده.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته د دې هېواد یوې امنیتي سرچینې ویلي چې شااوخوا ۶ سوه سرتیري بېرته په الوتکو کې کابل ته لېږدول شوي دي.

افغان چارواکو تر اوسه دا خبر رسماً نه دی تایید کړی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن دغه راز امر کړی چې له دې پولې سره د امنیت د ټینګښت لپاره دې د پوځ شل زره ذخېروي ځواک ځای پرځای شي.