ایران په تهران کې د بین الافغاني خبرو د یوې غونډې خبر ورکړی

د تهران ښار یوه څنډه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو په ګډون د بین الافغاني خبرو د یوې غونډې د کېدو خبر ورکړی دی.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې دې وزارت نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه) خپره کړې، د افغانستان د دولت د پلاوي مشري د افغانستان د ولسي جرګې پخواني رییس محمد یونس قانوني او د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې د قطر د دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

د خبرپاڼې له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن دې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان خلک او د دې هېواد سیاسي مشران باید د خپل هېواد د راتلونکې په اړه سختې پرېکړې وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې یوه پلاوي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له یو شمېر افغاني څېرو سره په غونډه کې برخه اخیستې.

د هغه په وینا په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات د بحث موضوع ده، خو هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان حکومت تراوسه رسماً په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.