د بالیووډ نامتو فلمي لوبغاړی دلیپ کومار مړ شو

د بالیووډ نامتو فلمي لوبغاړی دلیپ کومار

د بالیووډ نامتو فلمي لوبغاړی دلیپ کومار د ۹۸ کلونو په عمر په حق ورسېد.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دلیپ کومار چې د عمر د زیاتوالي له کبله له ډېرې مودې راهیسې ناروغه و، نن سهار چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) ساه ورکړه. د دلیپ کومار خپل رسمي ټویټر هم د نوموړي مرینه تایید کړې ده.

دلیپ کومار په بالیووډ سینما کې د تراژیدۍ د پاچا لقب ګټلی و او فلمونو یې په افغانستان کې هم ډېر مینه وال درلودل.

د دلیپ کومار اصلي نوم یوسف خان و. هغه د پېښور ښار په قصه خوانۍ بازار کې زېږېدلی و. پلار یې لالا غلام سرور خان او مور یې عایشه بېګم نومېدله.

د هغه غوره فلمونه دیوداس، مُغل اعظم، ګنګا جمنا، رام اور شیام، شکتي، مشال او څو نور فلمونه دي.