کندهار ښار کې موټربم چاودنې یو تن وژلی او ۲۴ کسان ټپیان دي

ارشیف، کندهار کې چاودنه

د کندهار ښار د اوومې حوزې پر ۱۴م مأموریت د موټربم په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او د ۱۵ ملکي وکړو په کډون ۲۴ کسان ټپیان شوي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې نن تر غرمې وروسته د اوومې حوزې په سي چپ سیمه کې د پولیسو پر ۱۴م مأموریت د مازدا په وسیله موټربم چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو پولیس وژل شوی، ۱۲ پولیس او ۹ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ښاغلی بارکزی زیاتوي: "د اوومې حوزې په سي چپ سیمه کې پر پولیسو د مازدا موټر په وسیله چاودنه شوې، زموږ یو پولیس شهید دی، ۱۲ پولیس او ۹ ملکیان ټپیان دي."

په عین وخت کې د کندهار میرویس روغتون ته یو مړی او ۲۴ ټپیان وروړل شوي چې په ټپیانو کې ۱۵ ملکیان او پاته پولیس دي.

بل‌خوا د پېښې عیني شاهدان وايي چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله‌یې د ډېرو کورونو ښیښې ماتې او ملکي خلک زخمیان شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.