روسیه کې د سقوط شوې الوتکې 'ټوله سورلۍ' وژل شوي

ارشیف

روسي رسنیو راپور ورکړی د هغې الوتکې هېڅ سورلۍ ژوندۍ نه‌ده پاتې چې نن له راداره ورکه شوې وه.

چارواکو ویلي د «26-AN» ډوله الوتکې ټوټې یې نن د لیرې ختیځ کامچټکا سیمې د اوخوتسک هوايي ډګر په پنځه کیلومترۍ کې موندلي دي.

دې الوتکې غوښتل په همدې ډګر کې ناسته وکړي چې اړیکه یې د هوايي کنټرول له څانګې سره پرې شوې وه.

تاس خبري اژانس د ځینو مقاماتو په حواله چې د نومونو د نه‌خپرولو غوښتنه‌یې کړې راپور ورکړی چې له ۲۲ سورلیو او ۸ عملې څوک ژوندي نه‌دي پاتې.

الوتکه د کامچټکا هوايي چلند په شرکت پورې تړلې وه.

روسیه مخکې هم د الوتکو د غورځېدو یا تخنیکي ستونزو شاهده وه چې ګڼو خلکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې.

د همدغه کامچټکا هوايي چلند شرکت یوه ورته «26-AN» ډوله الوتکه ۲۰۱۲ کال کې هم په همدې مسیر چې نن ورکه شوې په غرونو ولګېده او له ۱۴ سورلیو یې ۱۰ تنه ووژل شول.