حمدالله محب: د منځنۍ اسیا هېوادونه د روانې امنیتي وضعې په اړه اندېښمن دي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان د روانې امنیتي وضعې په اړه اندېښمن دي.

حمدالله محب نن په کابل کې د افغانستان په روان امنیتي وضعیت له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

هغه د تاجکستان له‌خوا د افغانستان د پولې په اوږدو کې د ۲۰ زرو سرتېرو د ځای پر ځای کېدو په اړه وویل: "تاجکستان په دې ورځو کې چون په بدخشان کې کوم وضعیت چې مخ ته راغلو هغې نه ډېر تشویش لري. په شېرخان بندر کې چې کوم وضعیت پېښ شو هغه ډېر په تشویش کړي، نو طبیعي خبره ده چې دوی به د خپل امنیت لپاره بعضې اقدامات کوي."

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون امر کړی چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې ۲۰ زره تاجک عسکر د امنیت د ټینګښت لپاره ځای پر ځای شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار بیا ویلي چې هوايي ځواک ته تازه هلیکوپټرې رسېږي او ژر به په وضعیت کې تغییر راشي.